کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ سرپرست وزیر د چین په اوژن ښار کې د ټکنالوژۍ اړوند نړیوال نندارتون کې ګډون کړی.
دغه نندارتون چې د بېلابېلو هېوادونو د ټکنالوژۍ وزیرانو په ګډون جوړ شوی و، د ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه او نوښتونه په کې نندارې ته وړاندې شوی.
د مسوولینو په وینا د افغانستان استازولۍ د دغه نړیوالې غونډې د ګډون له لارې هڅه وکړه، چې د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکارۍ فرصتونه وپلټی او له نورو هېوادونو سره د تجربو شریکولو په موخه اړیکې ټینګې کړی.
د دوی په خبره د نندارتون د مهمو موضوعاتو څخه یو هم د نوې ټکنالوژۍ تطبیق او د ډیجیټلی اقتصاد پراختیا لپاره د نړیوالې همکارۍ جلب کول وو.
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وزیر په خپله وینا کې د افغانستان په ټکنالوژیکی سکتور کې د پرمختګونو او فرصتونو په اړه خبرې کړی او د نورو هېوادونو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې پر اړتیا یې ټینګار کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ