کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ازبکستان دولتی رسنیو په یوه راپور کې د روان زېږدیز کال په لسو میاشتو کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ په تړاو معلومات خپاره کړی.
د راپور پربنسټ په یاده موده کې روسیه، چین، قزاقستان، ترکیه، افغانستان، فرانسه او قرغزستان د ازبکستان تر ټولو مهمو صادراتی شریکان بللی دی.
د دغه راپور پر اساس ازبکستان افغانستان ته ۸۵۵.۹ ډالرو په ارزښت صادرات کړی او له افغانستانه یې د ۲۸.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات لرلی دی.
بل خوا د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت ویلی، چې افغانستان اوس له ازبکستان سره ښې ټرانسپورټی اړیکې لری او هره ورځ شاوخوا ۶۵۰ افغان باروړونکی موټر د دغه هېواد بېلابېلو ښارونو ته تګ – راتګ کوی.
ځینې سوداګر وایی، له ازبکستان سره د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره اړتیا ده چې د دواړو لورو چارواکی د سوداګریزو وېزو او ټرانسپورټ په برخو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ