هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو په شمېر کې درې سلنه کموالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلی، چې تېره اونۍ افغانستان ته د راستنېدونکو کسانو په کچه کې ۳ سلنې او له هېواده د تلونکو کسانو په کچه کې ۸ سلنې کمښت راغلی.

د دغه سازمان د راپور له مخې، تېره اونۍ ۷۶ زره ۵۵۸ کسان افغانستان ته راستانه شوی او ۵۳ زره ۵۶ کسان بیا له هېواده بهر تللی دی.

تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلی وو، چې په تېره یوه میاشت کې له ۱۰۰ زرو  ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوی دی.

په تېر یو نیم کال کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د وېستلو بهیر ګړندی کړی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې له ایرانه د افغان کډوالو وېستلو کې د تېر زېږیز کال پرتله ۱۸ سلنې زیاتوالی راغلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.