کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، چې د اوکرایین جګړه ښایی په یوه نړیواله جګړه بدله شی.
وروسته له هغې چې امریکا او بریتانیا اوکرایین ته د روسیې پر ضد د پرمختللو وسلو د کارولو اجازه ورکړه، پوتین ټینګار وکړ چې د اوکرایین د لرې واټن ویشتونکو توغندیو وروستیو بریدونو روسیې ته کوم جدی زیان نه دی اړولی.
د روسیې ولسمشر په اوکرایین کې د هایپرسونیک بالستیک توغندی بریالۍ ازموینې ته په اشارې سره ویلی، هېواد یې په اروپا او لرې ختیځ کې د امریکا د توغندیو د ځای پرځای کېدو په غبرګون کې د لنډ او منځنی واټن ویشتونکی توغندیو جوړونې ته وده ورکوی.
پوتین زیاته کړې، که لویدیځ خپلو اقداماتو ته دوام ورکړی، روسیه به پرېکنده ځواب ورکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ