بغلان کې راوتلو سېلابونو لسګونه کورونه ویجاړ کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې  بغلان کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو ویلی، چې په دغه ولایت کې د وړمې شپې را وتلو سېلابونو له امله زیانمن شویو کورنیو سره د مرستو هڅې روانې دی.

په دغو سېلابو کې ۵۰ کورونه ویجاړ شوی دی.

د مسوولینو په خبره دغو سېلابونو په مرکزی بغلان او دهنه‌‌ غوری ولسوالیو کې کورونه ویجاړ او کرنیزې ځمکې یې هم  وړی دی.

د یاد ولایت د طبیعی پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایی، د دوی د لومړنیو مالوماتو پر بنسټ دغه سېلابونه کوک‌ چنار، منګلا، حسن‌ تال او فویانو کلیو کې ډېر زیانونه اړولی دی.

مسوولین زیاتوی، چې د ژغورنې ډلې یې سیمې ته استولی، څو له زیانمنو سره عاجلې مرستې ترسره کړی.

د دغو سېلابونو له امله تر اوسه چاته د ځانی زیان په تړاو څه نه دی ویل شوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.