له بغلان وروسته کندوز کې سېلابونو خلکو ته درانه مالی زیانونه اړولی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندز کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ویلی، چې د دغه ولایت په علی‌ آباد او خان‌ آباد ولسوالیو کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله د خلکو لسګونه کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوی او یو شمېر څاروی هم تلف شوی دی.

نوموړی زیاته کړې، چې د علی آباد ولسوالۍ په لاله میدان او د خان آباد ولسوالۍ په سیل برد ملا کریم سیمو کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله ۳۷۰ کورونه او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې په قسمی او بشپړ ډول ویجاړې شوې دی.

د ده په وینا دې پېښه کې درې د چرګانو فارمونه، ۶۰۰۰ چرګان، ۱۰۰ وزې، پسونه او ۲۰ غواګانې هم تلف شوی دی.

د یاد ریاست مسوولینو همداراز زیاته کړې، چې مرستندویه ټیمونه سیمې ته استول شوی او د نورو زیانونو د مخنیوی هڅې روانې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.