کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی اداره ویلی، چې د روان لمریز کال په لړم میاشت کې ۲زره ۳۵۰ بهرنیو وګړو د بندرونو او هوایی ډګرونو له لارې افغانستان ته تګ – راتګ کړی.
د یادې ادارې په وینا، د ثبت شویو کسانو له دې ډلې ۱۲ سوه ۸۶ کسان افغانستان ته داخل شوی، چې ۲۲۱ تنه یې د تاریخی ځایونو د لیدلو لپاره راغلی دی او یو زر ۶۴ بهرنی اتباع له افغانستان څخه وتلی دی.
د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو زیات بهرنی وګړی د نیمروز، د هرات هوایی ډګر او بندرونو، د تورخم او حیرتان بندرونو او د بلخ هوایی ډګر له لارې هېواد ته راغلی او وتلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ