معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې پر ۲۱ سترو کانونو ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې

هېواد کې پر ۲۱ سترو کانونو ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ويلي، د افغانستان د ۲۱ لویو کانونو پر اکتشاف، استخراج او پروسېس ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونې شوي.

د اقتصادي مرستیالۍ د معلوماتو له مخې، دغه پانګونې د سرو زرو، اوسپنې، یاقوت، د کرومایت ډبرو، سمنټو، د ډبرو سکرو، سرب او جستو پر کانونو شوې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د لومړنۍ سروې له مخې، افغانستان د ۳ ټریلیونه ډالرو په ارزښت طبیعي سرچینې لري او اوس مهال د نورو لویو کانونو د جیولوژیکي او جیوفزیکي مطالعاتو کارونه بشپړ شوي او  پانګوالو ته د دغو کانونو د سپارلو بهیر روان دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس