کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان، پاکستان او عربی متحده اماراتو ترمنځ د درې اړخیزه کرکټ سیالیو په دوام د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ ټیم د دوهم ځل لپاره د اماراتو ټیم ته ماتې ورکړه.
دغه درې اړخیزې لوبې چې په عربی متحده اماراتو کې ترسره شوې، افغانستان په کې څلور لوبې کړی چې درې یې ګټلې دی.
په دغه ډول به سبا د افغانستان ټیم له پاکستان سره پایلوبه کې مخامخ کیږی.
افغان کرکټ بورډ هیله څرګنده کړې، چې ټیم به په پایلوبه کې ښه وځلیږی او پاکستان ته په ماتې ورکولو به د لوبلړۍ جام په خپل نوم کړی.
یادې لوبې د اسیا د ملتونو د جام لپاره د چمتووالی په توګه ډېرې مهمې بلل کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ