کورمه کې فرقه‌ یی شخړه د ۷ ورځنی اوربند په هوکړې سره ودرېده

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په کورمه سیمه کې وروستۍ فرقه‌ یی شخړه د پاکستان حکومت په منځګړیتوب د ۷ ورځنی اوربند په هوکړې سره پای ته رسېدلې.

د دغې شخړې له امله تر اوسه د ۶۸ تنو د وژل کېدو او د لسګونه نورو د ټپی کېدو رسمی پخلی شوی دی.

د خېبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر او د منځګړی پلاوی غړی محمد علی سیف ویلی، چې سنی او شیعه رهبرانو د جګړې پای ته رسولو او د یوې اوونۍ اوربند په اړه هوکړه کړې، چې ښایی دغه اوربند وغځیږی.

هغه زیاته کړې، چې دواړو خواوو د زندانیانو پر تبادلې، چې ښځې هم په‌ کې شاملې دی او د وژل شویو کسانو پر راکړې – ورکړې هوکړه کړې ده.

چارواکو ویلی، چې د دې هوکړې عملی کېدل به د پاکستان د پوځ په مرسته ترسره شی.

د منځګړو دغه پلاوی د تېرې شنبې ورځ باړه چنار ته سفر وکړ او له سنی او شیعه مشرانو سره یې د دې شخړې د هواری لپاره خبرې وکړې.

دغه نښتې د نومبر په ۲۱مه هغه مهال پیل شوې، چې په سیمه کې د نامعلومو وسلوالو له لوری پر مسافر وړونکی موټر خونړی برید وشو او ۴۰ شیعه‌ ګان په کې ووژل شول.

په کورمه کې له دې وړاندې هم څو ځله فرقه‌ یی وسلوالې شخړې شوی، چې د سیمې خلکو ته یې ګڼ زیانونه اړولی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.