کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د لبنان له لوری د توغول شویو توغندیو له امله د اسراییلو (اشغال شوی فلسطین) په منځنیو او شمالی سیمو کې د خطر زنګونه فعال شوی دی.
د پوځ د بیان له مخې، له لبنان څخه ۵۵ توغندی توغول شوی، چې ۱۸ توغندی د اسراییلو په مرکزی برخې او ۳۰ نور یې د شمالی سیمو په لور توغول شوی دی.
د لبنان حـ.ـزبالله ډلې د یکشنبې په ورځ د لسګونو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو توغولو خبر ورکړ.
د دغې ډلې په بیان کې ویل شوی، چې په لومړی ځل یې د اسراییل د سمندری ځواکونو پر اشدود اډې برید کړی او په دغه برید کې یو شمېر بریدکوونکی بې پیلوټه الوتکې هم کارول شوې دی.
په یوه بل بیان کې حـ ـزبالله ویلی، چې د تل ابیب په یوه پوځی هدف یې د پرمختللو توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله برید کړی دی.
اسراییل تر اوسه د دې بریدونو د تلفاتو په اړه څه نه دی ویلی، خو آزادې سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلی، چې ښایی د دغو توغندیزو بریدونو له امله د مالی او ځانی زیات کچه لوړه وی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ