اسلام‌ آباد کې د عمران خان پلویانو پراخ لاریون وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د پخوانی لومړی وزیر عمران خان زرګونه پلویانو د سختو امنیتی تدابیرو باوجود په پلازمېنه اسلام‌ آباد کې د هغه په ملاتړ راټول شول.

د خبر پر بنسټ دا لاریون د هغه د نیول کېدو او محاکمې پر وړاندې د احتجاج په توګه ترسره شو.

د پاکستان حکومت د امنیتی ګواښونو له امله د اسلام‌ آباد په شاوخوا کې د کانټینرونو په ایښودلو سره د ښار ته د لاریونوالو د مخنیوی هڅه کړې وه، خو د عمران خان پلویانو په بېلابېلو سیمو کې د امنیتی خنډونو سربېره، د لاریونونو له لارې خپل غږ پورته کړ.

په دې لاریون کې ګډونوالو د عمران خان د ژر تر ژره خوشې کېدو او د هغه د ملاتړ غوښتنه وشوه.

د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ د یو شمېر شخړو راپورونه هم ورکړل شوی دی.

امنیتی ځواکونو د لاریونوالو د کنټرول لپاره ځینې سیمې وتړلې او د دوی د خورولو هڅه یې وکړه.

د عمران خان پلویان ټینګار کوی، چې مشر ته یې باید عدالت ورکړل شی او د هغه پر وړاندې د سیاسی غچ اخیستو هڅې باید پای ته ورسیږی.

د لاریونوالو د بلې غونډې پلان لا نه دی روښانه، خو د پاکستان سیاسی وضعیت په اړه د کړکېچ زیاتېدو اندېښنې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.