روسیه له افغانستان سره په اقتصادی او سوداګریزه برخه کې اړیکې پراخوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړی استازی ضمیر کابلوف سره کتلی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو او په ځانګړې توګه پر اقتصادی همکاریو، پانګونې او ټرانزیټ خبرې – اترې شوی.

سرپرست وزیر دغه کتنه کې له روسیې سره اړیکې مهمې بللی او ټینګار یې کړی، چې په اقتصادی او سوداګریزه برخه کې باید د دواړو هېوادونو اړیکې پراخې شی.

نوموړی د افغانستان او روسیې ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو تګ – راتګ هم مهم بللی او زیاته کړې یې ده، چې د تېر کال په اوږدو کې ګڼ افغان چارواکی په روسیه کې ناستو ته بلل شوی دی.

په ورته وخت کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په دغه کتنه کې ویلی، هېواد یې غواړی له افغانستان سره په اقتصادی او سوداګریزو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړی.

کابلوف همدارنګه زیاته کړې، هېواد یې په پام کې لری په نږدې راتلونکی کې د روسیې لوړپوړی پلاوی کابل ته راشی او د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره د لوړې کچې خبرې – اترې ولری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.