ګهیځ: نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۷مه) قطر له افغانستان سره د لوړو زده کړو او سوداګرۍ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د بهرنیو چارو وزارت په ټوېټر پاڼه په خپرو شوو پیغامونو کې راغلی چې افغان پلاوی په دوحه کې د قطری هېواد د بېلو ادارو له چارواکو او استازو سره کتلی دی.
په دې لیدنه کې د بشردوستانه مرستو پر رسولو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دی.
قطری لوری ویلی چې دوی له افغانستان سره په سوداګرۍ، لوړو زده کړو، اقتصادی پرمختګ او نورو اړینو برخو کې همکاریو او مرستو ته ادامه ورکوی.
په دې لیدنه کې دغه راز د بشردوستانه مرستو پر رسولو هم خبرې شوې دی او ټینګار شوی چې مرستې به مستقیم اړمنو ته رسېږی خو افغان حکومت به د راڼه وېش لپاره زمینه برابروی.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د زده کړو پر روان بهیر هم بحثونه شوی او افغان لوری ژمنه کړې چې ډېر ژر به د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ټولو محصلینو او زده کوونکو پر مخ پرانیستل شی.
گهیځ