ننګرهار کې د زیتون تېلو او اچارو پروسېس رسمآ پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د وادی کرنیز شرکت ویلی، چې د زیتون تېلو پروسېس او زیتون اچارو څخه د بوتلونو ډکولو پروسه رسمآ پیل شوه.

د خبرپاڼې له مخې دغه پروسه د شرکت د سوداګرۍ او بازار موندنې رییس او زیتون فابریکې امر له لوری رسماً پیل شوه.

د یاد شرکت په وینا د سږکال په ترڅ کې به د اټکل له مخې شاوخوا ۱۳۰ زره لیتره خالص د زیتونو تېل او ۳۰ ټنه زیتون اچار له دې پروسې ترلاسه شی.

د سوداګرۍ او بازار موندنې رییس بیا ویلی، چې په راتلونکی کې پلان لری، څو زیتون فابریکه نوره هم ترمیم کړی.

د ده په وینا د احاطې زیاتولو او د نویو عصری ماشینونو نصبول یې هم په پلان کې دی.

د مسوولینو په خبره دغه اقدامات به د ننګرهار کانال شرکت د عوایدو کچه لوړه کړی او زیات شمېر هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.