کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر ولایت د مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د ۹۵ زره امریکایی ډالرو په لګښت د یو شمېر ټولګټو او رغنېزو پروژو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د سیندیزې فرعی حوزې رییس ویلی، یادې پروژې د مرکز پُل علم په ګډون محمد آغې او برکی برک ولسوالیو کې د یونیسکو سازمان په مالی ملاتړ پلې کیږی، چې په کې د ۹ کارېزونو د پاک کارۍ ترڅنګ د اوبو د کنټرول په موخه یو شمېر نورې رغنیزې پروژې هم شاملې دی.
د نوموړی په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ۱۲۰۰ جریبه ځمکه خړوبه او دغه راز سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابر شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ