کابل کې د مېکروب ضد درملو اونۍ ونمانځل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نومبر له اتلسمې تر ۲۴مې د مېکروب ضد مقاومت په تړاو د عامه پوهاوی له نړیوالې ورځې سره برابره وه، چې د دغې اونۍ په وروستۍ ورځ عامې روغتیا وزارت هم دغه ورځ ونمانځله.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوی طب رییس په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلی، له درملو او په ځانګړې توګه له انټی بیوټیکونو ناسمه ګټنه د انسانانو په بدن کې د مکروب د مقاومت لامل کیږی.

د نوموړی په وینا، هېواد کې د تشخیصیه وسایلو د کمښت له امله ډېری ناروغان له حده ډېر له انټی بیوټیکونو استفاده کوی. د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدمتونو رییس هم په دې مراسمو کې ویلی، چې تر اوسه له انټی بیوټیکونو د ګټنې څرنګوالی ته چندانې پام نه دی شوی او په وینا یې نړیوال بنسټونه باید له عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ په دې برخه کې ځینې پروتوکولونه رامنځته کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.