کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې ملی امنیت شورا منشی سرګی شویګو کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان حکومت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره جلا – جلا لیدنې کړی.
د خبر پر بنسټ نوموړی د ملا عـ ـبدالغنی برادر او مولوی عبـ ـدالکبیر په ګډون له دفاع وزیر او ځینو نورو افغان چارواکو سره د سیاسی اړیکو، اقتصادی همکاریو، تجارت، ترانزیت او پانګونې په اړه خبرې کړی.
شویګو ژمنه کړې، چې د اسـ ـلامی امـ ـارت نوم له تور لېست څخه د وېستلو لپاره هڅې کوی.
دغو لیدنو کې دواړو لورو د همکاریو پراختیا لپاره د ګډې کمېټې پر جوړولو موافقه وکړه.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او په کابل کې د روسیې سفیر هم له دې پلاوی سره ملګری وو.
دې وروستیو کې د افغانستان په اړه سیمه ییزې سیاسی هڅې زیاتې شوې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ