کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او ترکمنستان د مسوولینو ترمنځ افغان خاورې ته د ټاپی پروژې د اړینو تجهیزاتو او نل لیکو د انتقال لپاره د موقت بندر د جوړېدو په اړه ناسته شوې.
د خبر پر بنسټ په دې ناسته کې دواړو لورو د موقت بندر پر تخنیکی جزیاتو هر اړخیزې خبرې کړی او افغان لوری د بندر د جوړېدو لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی دی.
افغان او ترکمن مسوولینو د جوړېدونکی بندر او دغه راز د ترکمنستان په سرحدآباد کې د ټاپی لپاره د انتقال شویو نل لیکو او تجهیزاتو د انبار ساحې له نږدې لیدلې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ