د بغلان برکې ولسوالۍ کې سیلاب ځپلو ته د ۵۵ کورونه کارونه بشپړ او د ملکیت سندونه ورکړل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان برکې ولسوالۍ شهر نو فلول په سیمه کې سیلاب ځپلو ته د ۵۵ کورونه کارونه چې د مرکزی بغلان د جرخشک د زمانخېلو قوم د کسبګرو، سوداګرو او قومی مشرانو په مالی لګښت یې چارې پیل شوې وې، کارونه بشپړ او د ملکیت سندونه ورته ورکړل شول.

دبرکې سیلاب ځپلو ته دا ۵۵ کورونه د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت سره په ۷۹ ورځو کې جوړ او نن د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د ملکیت سندونه ورته وسپارل شول.

د مسوولینو په وینا دې کې د هر کور لپاره دوه د ناستې کوټې، یو حمام، یو پخلنځی، یو دهلیز او یو تشناب په پاخه ډول جوړ شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.