کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر خپلو پلویانو ته په پیغام کې ټینګار کړی، چې د خپلو غوښتنو د منلو تر وروستی بال پورې مبارزه وکړی او شاتګ ونه کړی.
د هغه په وینا، تحریک انصاف د خپلو پلویانو په متحد او سوله ییز مقاومت سره د حاکمې مافیا پر وړاندې دریځ نیولی.
د عمران خان د رسمی ټویټر حساب له لارې په خپاره شوی پیغام کې نوموړی خپلو پلویانو ته درناوی وړاندې کړی، چې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره په سوله ییز ډول ولاړ دی.
هغه د خپل ګوند غړو ته ویلی، تر وروستی بال پورې مبارزه وکړئ، څو چې مو غوښتنې ومنل شی.
عمران خان د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې له پاکستانیانو مننه کړې، چې نه یوازې یې د پاکستان لپاره مالی مرسته کړې، بلکې په مېشتو هېوادونو کې یې تاریخی لاریونونه ترسره کړی دی.
اسلام اباد کې د دغو لاریونونو په ترڅ کې یو پولیس افسر وژل شوی او تر ۷۰ ډېر امنیتی پرسونل ټپیان دی.
لاریونوالو د امنیتی ځواکونو سره د تاوتریخوالی په جریان کې دولتی املاکو ته زیان اړولی او د پولیسو پرسونل یې تر برید لاندې راوستی.
د لاریونونو په ترڅ کې ۷۹۵ کسان نیول شوی، چې د مسوولینو په وینا ۱۰۶ تنه یې افغان وګړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ