کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت خبر ورکړی، چې نن د هېواد په ۱۳ ولایاتو کې د باران او سېلابونو احتمال شته.
یادې ادارې تخار، بغلان، بامیان، پنجشېر، سرپل، جوزجان، دایکنډی، هلمند، کندهار، غور، فراه، بادغیس او هرات هغه ولایتونه ښودلی، چې په کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی.
د دوی په وینا دغو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۳۵ ملی متره پورې د باران د اورېدو وړاندوینه شوې ده.
د یادې ادارې په خبره یخو او لوړو سیمو کې د واورې د اورېدو امکان هم شته.
دې وروستیو کې په ناڅاپی ډول بارانونو او سېلابونو خلکو ته ګڼ مالی او ځانی زیانونه واړول او د ځینو سیمو خلکو ته یې جدی ستونزې وزېږولې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ