کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو ویلی، چې د تېر کال لړم میاشتې په پرتله سږ کال په همدې میاشت کې د ځینو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.
د یاد بانک د ویاند دفتر ویلی، دغه بانک د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ مالی کلونو په لړم میاشت کې د افغانیو پر وړاندې د اسعارو بیې پرتله کړی او په ډاکه کړې یې ده، چې افغانۍ د ایرانی ریال پر وړاندې ۲۶.۱۹ سلنه، د ترکی لېرې پر وړاندې ۱۸.۳۴ سلنه، د یورو پر وړاندې ۵.۰۴ سلنه، د امریکایی ډالر پر وړاندې ۲.۰۵ سلنه، د پاکستانۍ روپۍ پر وړاندې ۲.۰۹ سلنه او د هندۍ روپۍ پر وړاندې ۱.۳۲ سلنه لوړه شوې ده.
د افغانستان بانک د پولی سیاستونو بریالی تطبیق، د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د لوړېدو عامل بللی او ژمنه یې کړې، چې دغه بانک به هڅې وکړی، څو د افغانۍ له ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ