کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د متحده عربی اماراتو حکومت اعلان کړی، چې د دې هېواد د دولت رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان په ابوظبۍ کې د افغان حکومت سفیر مولوی بدرالدین حقانی باورلیک په رسمی ډول منلی دی.
د اماراتو حکومت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی چې د افغان سفیر ترڅنګ د یو شمېر نورو هېوادونو سفیرانو باورلیکونه هم د رسمی مراسمو په ترڅ کې تسلیم شول.
د دې مراسمو په جریان کې شیخ محمد بن زاید د هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا اړیکې باید د متقابل درناوی او همکارۍ پر اصولو ولاړې وی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ