ګهیځ: نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۸مه) دد شاتو مچۍ چې زیات خواړه او شیره د ریحان له ګلونو او بېرې ونو څخه راټولوی او هلمند هم د ښې هوا په لرولو سره د شاتو مچیو د روزنې غوره ځای بلل کېږی.
خو د هلمند د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست کې د شاتو مچیو د روزنې مدیر نصرالله نادری ویلی چې د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونه کم شوی دی.
د ده په وینا، تېر کال په هلمند کې د شاتو مچیو څه باندې ۱۵۰ فارمونه وو، چې سږکال له دې ډلې یوازې ۶۰ فارمونه فعال دی.
هغه وویل چې د تېر کال جګړې او بادونه د دې لامل شول چې په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونه کم شی.
ښاغلی نادری زیاته کړه چې په تېرو کلونو کې یې د شاتو ۲۵۰مېټریک ټنه تولید لاره؛ خو سږ کال د مچیو د فارمونو د کمښت له وجې د شاتو تولید هم کم شوی دی.
گهیځ