کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تېر کال په پرتله سږ کال له بلخ ولایت څخه د قره قل پوستکی صادرات ۸۰ سلنه ډېر شوی.
د دغه ولایت د قره قل ریاست مسوولینو وایی، چې په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې ۹۲ زره د قره قل پوستکی د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپا ته صادر شوی.
په ورته وخت کې د قره قل خولۍ یو شمېر صنعتکاران له سرپرست حکومت څخه د دې صنعت د ملاتړ غوښتنه کوی.
د قره قل پوستکی د نوی زېږېدلی اوریانو څخه ترلاسه کیږی، چې خولۍ، چامپرونه او نورې جامې ترې جوړیږی.
په همدې حال کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایی، د قره قل له صنعتکارانو سره د مرستې لپاره پلانونه په لاس کې لری.
قره قل د هېواد یو له مهمو صادراتی توکو څخه دی، چې د نړۍ په کچه ځانګړی کېفیت او شهرت لری.
دغه صنعت اوسمهال د هېواد په شمالی ولایتونو کې د ودې په حال کې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ