کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ UNHCR مشر سره د یو لړ مهمو روغتیایی مسایلو په اړه کتلی.
د خبر پر بنسټ دې کتنه کې د UNHCR مشر د افغانستان روغتیایی سکتور ته د خپلو دوامداره همکاریو ژمنه تازه کړې.
نوموړی ویلی، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د هر اړخیزو روغتیایی خدماتو پراختیا او په لویو لارو کې د بېړنیو روغتیایی مرکزونو جوړول د دوی د کاری لومړیتوبونو څخه دی.
همدارنګه، د کډوالو ترمنځ د مسلکی کسانو د ظرفیت لوړونې او ګمارنې لپاره ځانګړې طرحه هم بحث ته وړاندې شوې، چې د دواړو لوریو د همکاریو پر مټ به پلې شی.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له دې نوښتونو ستاینه کړې او لا زیاته همکاری یې ترې غوښتې ده.
دا لیدنه په داسې حال کې کیږی چې هېواد کې د کډوالو شمېر ورځ تر بلې ډېریږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ