ګهیځ: نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۸مه) راپور کې راغلی دی چې پراخ فساد د دې لامل شو چې بلخ ولایت په ډېره کمه موده کې د اسلامی امارت په لاس ته ولوېږی.
راپور وایی چې د بلخ پخوانی والی عطا محمد نور له دولتی قراردادونو څخه پیسې وهلې او خپل جېب کې یې اچولې.
راپور په بلخ کې د یو سوداګر له خولې ویلی چې په دغه ولایت کې هیڅ داسې سوداګری نه وه چې عطا محمد نور ته دې باج ورنه کړی.
یاد سوداګر ویلی چې که به چا عطا نور ته له باج ورکولو ډډه کوله نو سوداګرۍ یې دوام نه شو پیدا کولی نو ټول غټ او واړه سوداګر اړ و چې نوموړی ته باج ورکړی او خپله سوداګری روانه وساتی.
گهیځ