کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د سوداګرۍ او سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په موخه د ترکیې د بهرنیو اقتصادی اړیکو شورا له غړو سره کتلی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې په دې کتنه کې چې د ترکیې د بېلابېلو سکتورونو (د نفت او ګازو، هوایی شرکتونو، کانونو او ټکنالوژۍ) استازو ګډون کړی و، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادی اړیکو د ودې او پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د لوړوالی په اړه خبرې شوی.
د یادې شورا غړو د افغانستان د انرژۍ، ټکنالوژۍ، نفتو او ګازو، ساختمانی چارو، لوژستیک، کانونو او نساجۍ په سکتورنو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی او په کابل کې یې د شورا د دفتر پر پرانیستلو لېوالتیا څرګنده کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ