کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د “ردع العـ.دوان” په نوم د سوریې د مقاومت ډلو عملیاتو په لړ کې د تـ ـحریر الشام جـ ـهادی ځواکونو د ادلب او حلب ښارونو بشپړ کنټرول ترلاسه کړی او په حماه ښار کې یې هم لسګونه سیمې نیولی.
د نړیوالو رسنیو په حواله مقاومت ډلو د معره النعمان ستراتیژیکې سیمې په نیولو سره د ادلب ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړی.
بل لور د الجزیرې د راپور له مخې، د حلب په ښار کې د اموی تاریخی مسجد او د هوایی ډګر نیول د تحریر الشام مهم بریالیتوبونه ګڼل کیږی.
د بشری حقونو د څارنې بنسټ په وینا، د مقاومت ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د حماه ښار ۱۲۰ ښارګوټی او کلی نیولی او د بشار الاسد ځواکونو د حمص لور ته په تېښته دی.
د راپورونو له مخې، په دې جګړو کې تر اوسه ۳۲۷ تنه د بشار رژیم عسکر وژل شوی دی.
حلب چې د سوریې د صنعت او اقتصاد پخوانۍ پلازمېنه ګڼل کیږی، د دې سیمو نیول د مقاومت ډلو لپاره ستراتیژیک بریالیتوب ګڼل کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ