کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشال» کې برېکس سازمان غړو هېوادونو ته ګواښ وکړ.
نوموړی ویلی، که برېکس غړی هېوادونه په نړیوالو راکړو – ورکړو کې له ډالر څخه د بدیل نوی بانک نوټه کار واخلی، نو امریکا ته به د دوی پر صادراتو ۱۰۰ سلنه تعرفه وضع کړی.
ټرمپ له دغو هېوادونو غوښتی چې ژمنه وکړی، د ډالر پر ځای نوی بانک نوټ نه جوړوی او نه یې ملاتړ کوی.
هغه زیاته کړې، که دوی دغه اقدام ته دوام ورکړی، نو امریکا به له دوی سره ټول صادرات بند کړی.
برېکس سازمان، چې برازیل، روسیه، هند، جنوبی افریقا، ایران، مصر، ایتوپیا او متحده عربی امارات یې غړی دی، په دې وروستیو کې د ډالر د بدیل بانک نوټ طرحه روسیه کې د خپلې غونډې پر مهال وړاندې کړه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ