اسلام آباد کې افغان سفارت د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام‌ آباد کې د افغانستان سفارت په یوه تازه اعلامیه کې د پاکستانی چارواکو لخوا په وروستیو لاریونونو کې د افغان اتباعو نوم اخیستلو او بې‌ بنسټه تورونو ته غبرګون ښودلی.

اعلامیه کې ویل شوی، چې د دې ډول څرګندونو له امله افغان کډوال له جدی اندېښنو سره مخ دی او ښایی د پاکستانی پولیسو له لوری په ناحقه ځورونې، نیونې او حتیٰ جبری شړلو سره مخ شی.

سفارت ټینګار کړی چې افغان کډوال په پاکستان کې د سیاسی فعالیتونو برخه نه دی او تل یې قانون مراعت کړی دی.

د افغانستان سفارت له پاکستانی چارواکو غوښتنه کړې، چې د داسې بې‌ ځایه څرګندونو او تورونو څخه ډډه وکړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌ باوری زیاتوی او د افغان کډوالو پر حالت منفی اغېز کوی.

دغه راز په اعلامیه کې یادونه شوې چې پاکستان او ایران کې افغان کډوال په بېلابېلو پلمو د ځورونې، نیونې او جبری وېستنې سره مخ دی، چې دا کړنې د بشری حقونو د اصولو ښکاره سرغړونه ده.

دغه اعلامیه په داسې حال کې خپریږی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د دې هېواد د سیاستونو له امله تر ډېر فشار لاندې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.