کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د فېضآباد ـ کشم پر لویه لار د یوې ترافیکی پېښې له امله څلورو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې.
د خبر پر بنسټ په دې پېښه کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوی دی.
د ځایی امنیتی مسوولینو په وینا دغه پېښه د فېضآباد ـ کشم پر لویه لار د قلعه ظفر په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو هینو ډوله موټر له یوې کرولا ډوله موټر سره ټکر وکړ.
د دوی په خبره، د پېښې ټپیان چې د یفتل پایین ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د درملنې لپاره د ولایت مرکزی روغتون ته لېږدول شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ