کام ایر هوایی شرکت د کابل او دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کام ایر هوایی شرکت ویلی، چې  روانې لېندۍ میاشتې په ۲۷مه به د کابل او دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړی.

دغه شرکت په خپل بیان کې ویلی، چې الوتنې به د سې شنبې په ورځو کې ترسره کیږی.

دا ګام د افغانستان او قطر ترمنځ د هوایی تګ – راتګ په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه اخیستل شوی دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت خبر ورکړی و، چې له قطر سره د مستقیمو الوتنو په اړه هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.