هرات کې د پاشدان بند د اوبو زېرمه کولو بهیر پیل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ځایی چارواکو ویلی، چې د دغه ولایت په پاشدان بند کې د اوبو زېرمه کولو بهیر پیل شوی دی.

د چارواکو په خبره د یاد بند ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوی او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.

د پاشدان اوبو بند هرات ښار ته د نږدیوالی له امله د زرغونې سیمې پراختیا او تر ځمکې لاندې اوبو کچې پیاوړتیا برخه کې مهم رول لری.

د پاشدان اوبو بند د کرخ سیند پر سر د هرات ښار ختیځ ۱۵ کیلومترۍ کې جوړ شوی دی.

دغه بند د ۵۴ میلیون متره معکبه اوبو زېرمه کولو، دوه مېګاواټه برېښنا تولید او د ۱۳ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.