کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سوریه کې د تحریر الشام جهادی ډلې په مشرۍ د یرغل مخنیوی عملیات (ردع العـ.دوان) دوام لری.
دغې ډلې د حلب نظامی هوایی ډګر، توپخانې اکاډمی، مرکزی زندان او شیخ نجارا صنعتی سیمه د بشار الاسد د رژیم له کنټروله ویستلې.
د حلب پوځی هوایی ډګر د نیولو سربېره، د اسد رژیم ګڼې جنګی او بې پیلوټه الوتکې د تحریر الشام ځواکونو لاس ته لوېدلې دی.
د فرانسې خبری آژانس راپور ورکوی، چې په دغو جګړو کې تر اوسه ۴۱۲ کسان وژل شوی دی.
د نړیوالو څېړنو په وینا، حلب له اسد رژیم څخه وتلی ښکاری او د بیا نیولو هڅې به د رژیم لپاره سترې اقتصادی او نظامی ستونزې رامنځته کړی.
د راپورونو له مخې، د تـ ـحریر الشام ځواکونه د حماه ښار ته رسېدلی او د شاوخوا ۱۶ کلیو او ښارګوټو کنټرول یې ترلاسه کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ