کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلی، چې د هلمند په ۱۱ ولسوالیو کې به معیاری روغتونونه جوړ شی.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید ویلی، په دې پروژه کې د هرې ولسوالۍ لپاره یو روغتون منظور شوی چې د مرکز لښکرګاه د روغتونونو په څېر به معیاری او مجهز وی.
هغه زیاته کړې، په دې روغتونونو کې به څلور ډوله روغتیایی خدمات وړاندې کیږی، چې د ولسوالۍ د نفوسو اړتیاوو ته په کتو به تنظیم شوی وی.
بل لور د یادو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکی ۲۰۲۵ کال کې د دې پروژې هرکلی کوی او هیله ښیی، چې روغتیایی ستونزې به یې تر ډېره بریده هوارې شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ