د اِکو سازمان غړو هېوادونو غونډه سبا په ایران کې جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایرانی رسنیو ویلی، چې د اقتصادی همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به سبا د ۲۰ بهرنیو پلاویو ترمنځ د ایران په مشهد ښار کې جوړه شی.

د اېرنا خبری آژانس د خبر له مخې د دغې غونډې د اېجنډا چمتو کولو په موخه د کارپوهانو ناسته د اِکو سازمان د مشر او د غړیو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په موجودیت کې نن سهار پیل شوه، چې سبا به یې غونډه ترسره شی.

د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې د اذربایجان، ترکیې، تاجکستان او قزاقستان چارواکی په دې غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.