کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کې د یو کور د چت پرېوتو له امله درې خویندو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې کله د کور خاوند هڅه کوله د خونې د څڅېدو د مخنیوی لپاره پر بام کانکرېټ واچوی.
د چت درنېدو له امله بام پرېوتی او په خونه کې ناستې درې خویندې لاندې شوې دی.
سرچینې وایی، د مړو شویو نجونو عمرونه د شپږو او دیارلسو کلونو ترمنځ وو.
ځایی چارواکو د پېښې په اړه خواشینی څرګنده کړې او له متاثره کورنۍ سره یې د مرستې ژمنه کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ