د افغانستان او ترکمنستان سرحدی سیمه کې لنډ مهاله بندر جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت د افغانستان او ترکمنستان په سرحدی سیمه کې د مؤقت بندر د جوړېدو خبر ورکړی.

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو د مرستیال عبدالمتین سعید په مشرۍ د کانونو او پټرولیم، ملی دفاع، کورنیو چارو او د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوی د ترکمنستان د سرحدونو چارو وزارت له معین ایلمانوف د ټاپی پروژې له رییس، مراد امانوف او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازی سره کتلی.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټاپی پروژې لپاره د افغانستان خاورې ته د تخنیکی کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ د لېږدولو، د کارکوونکو د وېزو او کاری ساعتونو د مشخصولو او د ټاپی پروژې د تجهیزاتو د آسانه لېږد په موخه د افغانستان او ترکمنستان د سرحدی سیمې اسلیم چشمه کې د لنډمهاله بندر د جوړېدو په اوه خبرې کړی.

افغان پلاوی د ټاپی پروژې د عملی کولو بشپړ ډاډ ورکړی او په سرحدی سیمه کې یې د کارکوونکو د تګ – راتګ، د وسایلو او ماشینرۍ لېږد او د کار د رسمی وخت په اړه د ترکمنستان لوری وړاندېزونه د تایید وړ بللی، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د نظر له تبادلې وروسته به عملی شی.

بل لور د ترکمنستان پلاوی هم د ټاپی پروژې د کار د چټکوالی او اړینو وسایلو د برابرولو ژمنه کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.