کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایرانی رسنیو د خپل هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې ۵۰۰ بندی افغانان به افغانستان ته ولېږدول شی.
راپور کې زیاته شوې، د دغو بندیانو نوملړ هم سرپرست حکومت ته استول شوی، څو د هویت له تثبیت وروسته، د ایران له زندانونو د افغان کډوالو د لېږد لومړی پړاو پیل کړی.
دوی همدارنګه ویلی، تمه کیږی چې د روان کال تر پایه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد دوه یا درې پړاوه بشپړ شی.
د ایران قضایی چارواکو دغه راز رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې، چې په ایران کې تر ټولو زیات زندانیان افغان کډوال دی، چې د توکو د قاچاق، غلا او وژنې په جرمونو زندانی شوی دی.
له دې سره هم مهاله د سرپرست حکومت مرکزی ویاند ویلی، په تېرو دریو کلونو کې له ایرانه افغانستان ته ۴۰۰۰ افغان زندانیان رالېږدول شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ