کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د ۹۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې له یو څه ځنډ وروسته بیا پیل شوې.
د ښاروالۍ د مسوولینو په خبره د کابل – لوګر سړک پاتې برخه د ښار په دننه کې موقعیت لری، چې د جوړولو چارې یې د افغان حکومت د کابینې د پرېکړې له مخې کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې دی.
د کابل – لوګر سړک لومړۍ برخه له نجات څلی څخه تر چرخ آب سیمې پورې د اووه کیلومترو په اوږدوالی او ۶۰ مترو په سور دوه اصلی او دوه فرعی لیکو کې په معیاری ډول جوړیږی، چې چارې به یې د دوو کلونو په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ