هلمند کې د تېرو دوو اونیو پرمهال ۳ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند ولایتی چارواکو ویلی، چې په تېرو دوو اونیو کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۳ زره جریبه دولتی ځمکه له غصب راګرځول شوې. د خبر پر بنسټ د غصب مخنیوی په دې کمپاین کې امنیتی او کرنیزو ادارو د یوشمېر غاصبینو د غصب مخه نیولې او ځینې غاصبین عدلی ارګانونو ته سپارل شوی دی.

د مسوولینو په وینا دا ځمکې د تېرو دوو اونیو پرمهال له غصب راګرځول شوی، چې غیرقانونی کورونه، هټۍ او د کرنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېده.

د چارواکو په خبره د دولتی ځمکو د غصب مخنیوی په دې کمپاین کې د موسی‌ٰ قلعه ولسوالۍ د زرکو د غره په شاوخوا کې سلګونه جریبه دولتی ځمکه د غیرقانونی تصرفاتو څخه هم پاکه شوې ده.

تر وړاندې هم هلمند کې له غصبه د زرګونه جریبه دولتی ځمکې د راګرځول کېدو راپورونه ورکړل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.