کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د فرانسې لومړی وزیر میشل بارنیه نن سهار نهه بجې خپله استعفا ولسمشر امانویل ماکرون ته وړاندې کړه.
نوموړی وروسته تر دې استعفاء ته اړ شو، چې د پارلمان له خوا د باور رایې په ترلاسه کولو کې ناکام شو.
پرون د استیضاح غونډه کې سخت دریځو کیڼ اړخو او ښی اړخو استازو یوځای کېدل د نوموړی د سقوط سبب وګرځېد.
د ده د مشرتابه په اړه هغه مهال پوښتنې راپورته شوې، چې هغه د ځانګړی واک له لارې له رایې اچونې پرته بودیجه وړاندې کړه.
په رایې ورکولو کې د ملی یون ښی اړخی ګوند مشرې مارین لیپین د بارنیه بودیجه “زهرجنه” یاده کړه، په داسې حال کې چې د سخت دریځو کیڼ اړخو مشر ژان لوک ملانشون د بارنیه د حکومت ړنګېدل “حتمی” وبلل.
د فرانسې TFU خبری شبکې سره په خبرو کې مېرمن لیپین ویلی، له دې پرته چې بارنیه له واکه ګوښه شی، بله لاره نه وه.
د روانو چارو د څارونکو په باور د دې پېښې په پایله کې د اروپا دوهم ستر اقتصادی ځواک د سیاسی کړکېچ نوی پړاو ته داخل شو.
دا په تېرو شاوخوا ۶۰ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د فرانسې پارلمان د باور رایه د دولت د سقوط سبب کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ