له تېرو دوو ورځو راهیسې د هرات نیمایی اوسېدونکی له برېښنا بې‌ برخې دی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات برېښنا ریاست ویلی، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په‌ دې ولایت کې له ترکمنستان څخه د برېښنا غځېدلی مزی پرې شوی.

د دې ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د کشک‌ رباط سنګی ولسوالۍ اړوند بند بغرچر په اوو سیمو کې د سړې هوا له کبله د وارداتی برېښنا مزی پرې شوی، چې تر اوسه د ترمیم چارې نه‌ دی بشپړې شوې.

د خبرپاڼې له مخې، د برېښنا مزو د پرې کېدو له امله د هرات ولایت نیمایی اوسېدونکی برېښنا نه‌ لری، چې دې چارې خلکو ته د ژمی په موسم کې زیاتې ستونزې زېږولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د برېښنا شرکت یو پلاوی ترکمنستان ته تللی، څو د ۲۰۲۵ کال لپاره د وارداتی برېښنا توافق‌ نامه تمدید کړی.

هر کال د ژمی په موسم کې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د لوړ مصرف او د مزو پرې کېدو له امله د برېښنا پارچوۍ زیاتیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.