ګهیځ: نن دوشنبه (د کب یا حوت دوهمه نېټه) د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي چې درې کان کېندونکي د کان د يوې برخې نړېدو په پېښه کې مړه شوي.
باختر دولتي خبري اژانس د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رييس معزالدين احمدي له قوله ویلي، چې دغه پېښه پرون ناوخته رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا دغه کسان د راغستان ولسوالۍ په زرنداب کان کې د رو زرو ایستلو پر مهال مړه شوي دي.