کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې له نورو هېوادونو څخه څه باندې د ۳۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵۴۱ زره ټنه وریجې هېواد ته وارد شوی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند په وینا ډېری دغه وریجې له پاکستانه هېواد ته راوارد شوی دی.
بل لور د کرنې او مالدارۍ خونې ویلی، که د کورنیو کروندګرو ملاتړ وشی او د هېواد له کورنیو محصولاتو ګټه پورته کړای شی، نو دا کار به د خلکو لپاره د کاری فرصتونو د رامنځته کېدو او د سوداګرۍ د پراختیا لامل شی.
اوسمهال وریجې له بغلان، کندوز، تخار، هرات، فراه، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو ترلاسه کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ