کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د المپیک د بدنی روزنې او سپورټ ریاست مسوولینو ویلی، چې د کابل په یکه توت لوبغالی کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې.
د یاد ریاست مسوولینو زیاته کړې، په دغو سیالیو کې د سرپل، تخار، هرات، فاریاب، یما پټرولیم، بدخشان، بغلان، پنجشیر، بلخ ، سمنګان او کندوز لوبډلو ګډون کړی، چې د هېواد چاپندازانو سربېره د تاجکستان او قزاقستان چاپندازن هم په کې شتون لری.
دغه لوبې چې لس ورځې به دوام وکړی، لوموړۍ لوبه د سرپل او او فاریاب لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د ۷/۰ امتیازونو په توپیرسره د سرپل لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ماتې ورکړه.
د یادونې وړده، چې سبا به د پکتیا، پکتیکا، غزنی، خوست او زابل ولایتونو ترمنخ د نیزه وهنې سیالۍ هم پیل شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ