معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بشار الاسد الوتکه د سوریې او لبنان ترمنځ ویشتل شوې

د بشار الاسد الوتکه د سوریې او لبنان ترمنځ ویشتل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سوریې د چارو څارونکو او ځینو رسنیو ادعا کړې، چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د انتقال الوتکه IL-76، چې نوموړی په کې له دمشق څخه وتلی و، د سوریې او لبنان ترمنځ په سرحدي سیمه کې ویشتل شوې او غورځول شوې ده.

تر دې دمه خپلواکو سرچینو د دې خبر تایید نه دی کړی.

د ادعا له مخې، یادې الوتکې په ۱۶۰۰ فوټه ارتفاع کې الوتنه کوله، چې ویشتل شوې ده.

رسنیو کې د دې راپور خپرېدو سره دا روښانه نه ده، چې بشار الاسد هم په دې الوتکه کې و او که نه؟

د رسنیو په وینا د دې موضوع په اړه د نورو جزیاتو.موندلو لپاره څېړنې روانې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس