د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا د دوشنبې په ورځ ۱۶ میلیونه امریکایی ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموی.

د افغانستان مرکزی بانک نن د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولی خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وی غوښتی، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړی.

یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکی باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړی.

مرکزی بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمی تسویې ته اجازه نه ورکول کیږی او د داوطلبۍ ګټونکی به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.